Parhr mukhlis 1

غزل/جابراحمدمخلص

11.04.2010 16:22

 

خدای دې مانه هیرکړو اوکه زه دې خدای نه هیرکړمه

وخته   دادې  کومو  پړاوونونه   راتیر کړمه

ته چې د دیدن نه راته اووایې چې بس دی اوس

زه دې د احسان اظهارکوم ځکه یې ډېرکړمه

مابه دجانان دومره غمونه غلطول په څه؟

خدایه شکرڅنګه ښکلي وخت کې دې شاعرکړمه

یاره یوپښتون یم بل ادیب د پښتون قام یمه

دا د بې ننګۍ زهربه څنګه حلق نه تیرکړمه

اوس مې ومنله چې مې لاس اوپښې بې دمه شول

اوس مخلصه پوی شوم چې یې زلفوکې راګیرکړمه.

عتيق الله نوری 31.01.2013 19:55

سلامونه ښاغلی مخلص صاحب ستاغزل می ولوست واقعآ می مینه پرماته شوه ستاسودلا‌ډیروکامیابیوپه هیله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.