Parhr mukhlis 1

سوغات....جابراحمدمخلص

08.05.2010 08:33

 

سوغات................لنډه کیسه...........جابراحمدمخلص

نن عامرډيرزیات خوشاله ؤه چې په چوکۍ کې به کیناستونوزړه به یې دخوشالۍ نه په ټوپونوشوځکه چې په لومړي ځل یې د وظیفې آرمان پوره شوی ؤه، نوی نوی فارغ شوی ؤه که څه هم چې هره شپه به یې دلوړوزده کړوخوبونه لیدل خودایې هم خوشبختي ګڼله چې په یوه خیریه مؤسسه کې په کارګمارل شوی ؤه ځکه چې د اقتصاد وضعت یې ډیر کمزورې ؤه او دمورپلاریې هم هغه امیدونه چې د کوموامیدونودپاره یې په ده دزه کړې کولې پوره شوي وو د مورپلاریې دخدای نه لاندې یوازینۍ همدا دګټې څټې اثره وه  پلاریې نوردګټې نه لویدلی ؤه دمورسینه بندی هم ډیرفکرمندکړی و چې سحربه دفترته لاړوترماذیګره به یې غوږونه بوږنیدل اوپه زړه کې به یې دهغې لپاره کرل ریبل.درې څلورورځې یې په وظیفه کې وتلې وې دپنجشنبې سحر ؤ عامرپخپل دفترکې په کاربوخت ؤه؟چې دروازه غلې غوندې خلاصه شوه (زه راتلای شم)جمله یې په داسې انداز کې واوریده  چې تردې وړاندې عامرداسې جادوګرآوازنه ؤه اوریدلۍ بدن یې په رپیدوشوددې پر ځای چې هغې ته دننه د راتلواجازت ورکړي د خپلې چوکۍ نه پاڅیدو.

نجلۍ هم بې له دې چې د عامراجازت ته منتظره شي دعامرد میزپورې غاړې ته مخامخ ودریده اوعامرلکه د بُت پخپل ځای  ولاړپاتې شواود هغې سرې ګلابي شونډې،تورې غټې غټې سترګې چې په یونظردسړي زړه له ګوګله بُوټ وباسي سرې زلفې چې د اننګوپه جاګیریې قبضه کړیوه سره سره اننګي لکه د کندهارآناراولکه دچمچماردنګه غاړﺉ چې هغه دچاخبره صفااوبه پکې ښکاریدې ننداره یې کوله.نجلۍ  خپلې سرې قلمي ګوتې د

 عامرسترګوته وخوځولې او ویې ویل عامرصیب.عامرداسې وویریده لکه چې دمرګ آوازدې پرې کړی وي اوپه لړزنده لهجه یې وویل بلې صیب اوتاسو؟زمانوم شګفته دی او زه ددې دفترسیکرتره یم.تاسومهرباني وکړﺉ کینۍ تاسو ولې ولاړه یاست زه زه په دې دفترکې د ریپوټرپه صفت نوی مقرر شوی یم .پوهه یم ماته رېس صیب ستاسویادؤنه کړیده زه تاته ددغې وظیفې اخیستومبارکي درکولولپاره راغلې یم.خوشاله اوسې خوتاسوکینۍ زه چای میوه درته راوغواړم .نامننه بیابه شي بس ماویل چې پیژندګلوي به سره وکړو اومبارکي به هم درکړم څنګه ته دلته خوښ خویې کنه؟ډیرزیات ستاسوډيره مهرباني چې ماته موپخپل دفترکې ځای راکړو.زه هیله لرم چې ته به خپل مسؤلیت په ښه شان وپیژنې او خپله وظیفه به په ښه شان ترسره کړې.ستاسودعاپکارده خدای دې نکړي چې له خپل مسؤلیت نه به غافل کیږم.ښه ده زه درنه ورځم که څه ستونزه وه نوماته ویلۍ شې.ډیره مننه.بس ښه وظیفه درته غواړم. دخدای په آمان ښه ورځ ولرې.ستاسوهم په مخه ښه.شګفته لکه دبرق دعامرله دفترنه لاړه اوعامرپرخپله چوکۍ کیناست یوشیبه یې بیاپه خیال کې ددې منظرنه لیدنه وکړه او زړه ته یې ټپ ورکړخپلې سترګې یې ددفترپه چت کې ونیولې او ویې ویل یاخدایه ستادخدایۍ نه زارشم داڅنګه حسن دې ورکړی ؤه داغټې غټې سترګې سرې ګلابي شونډې.............خدایه زماد زړه درزا خو آورې کنه هم هغه څوک به زما د زړه دا درزا قراروي د چاپه لومړي ځل کتوباندې چې زماپه زړه کې دا درزا پیداشوې ده........

 دهغې ورځې نه وروسته به

عامر کله هم چې دخیال ښاپیرﺉ له لاسه ونیولودشګفتې څنګ ته به ېې بوتلواوبیابه یې دشګفتې سره دمینې په ګل بڼونو کې وګرځولونودا اراده به یې وکړه چې سباته به شګفتې ته ټول د زړه حال وایي خوچې کله به د شګفتې سره مخامخ شودهغې اندازبه یې وڅارلواودهغې رویه به یې وڅیړله نوخپله کړې اراده به یې بدله کړه او وبه یې ویل چې ددې نه زیاته مینه هسې نه چې د جدایې لامل وګرځي.د ورځې نهه یا لس بجې وې عامرپه لاس کې یوګلدان نیولی ؤه دشګفتې د دفتردروازه یې خلاصه کړه دننه د راتلواجازه یې وغوښته زه راتلۍ شم؟شګفته ورته پاڅيده مهرباني وکړه عامره راځه کینه.مهرباني عامرپه یونظرګلدان اوپه بل نظرشګفتې ته کتل په زړه کې یې ډول ډول پوښتنې ګرځیدې ګلدان یې پرمیز کیښوداوپرچوکۍ کیناست.عامره څنګه یې؟دخدای احسان دی صیب اوتاسوڅنګه یاست؟شکردی مننه خوعامر خانه دا ګلدان دڅه دپاره؟دا مې په ښارکې ولیدواو ومې پتیېله چې دا به ستاسوپه دفترکې ډيرښه ښکاره شي نوځکه مې راوړهیله لرم چې تاسوبه مانه دا ګلدان قبول کړی.ډيره مننه ددې څه ضرورت ؤه(په دې وخت کې په تیلیفون زنګ راغی) خپله قلمي ګوته یې پورته کړه یودقیقه عامرخانه زه تیلفون ته ځواب ورکړم.شګفتې خپلې منګاري زلفې شاته واړولې اود تیلیفون ګویه یې غوږته ونیوله بلې رېیس صیب،بلې ماورته ویلي دي ښه سمه ده سمه ده بس دا دی درغلم.............عامردشګفتې د سروشونډو ننداره کوله چې لکه د سپرلي په شمال دوه ګلابونه د یوبل سره ډغرې وهي.شګفتې د تیلیفون ګویه کیښوده او زلفوته یې څنډورکړعامرخانه.عامرلکه په خواږه خوب اوده انسان باندې سړې اوبه تلې کړې وبوږنیده.عامره خیرخودی ته داسې اوترغوندې معلومیږې.نه صیب داسې هیڅ خبره نشته  رېیس صیب څه ویل؟هغه د نوې پروژې دپاره مود شوراغړي راغوښتي دي هغوی دپاره د یوې جلسې پحقله رېیس صیب څه خبرې کول غواړي هغه ته ورځم ته دې خپل دفترته لاړشه اودرسپارل شوي کارونه خلاص کړه اوبیا د رېیس صیب دفترته راشه سمه ده؟بیخي سمه ده دغه دی لاړم.

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

 

یو ورځ چې عامرلږناوخته دفترته راغۍ نوددفترټوله کارډله یې په یوځای د رېس صیب دفترکې ولیدله د روغبړکولوسره سم ورته رېس صیب په نازنینه لهجه وویل عامرخانه ته چرته ورک وې هم ستاانتظارموکولو.عامرهم په خندارویه لهجه ورغبرګه کړه ولې خیرشه رېس صیب څه نوې خبره ده اوکه څنګه؟نه نوره څه خبره نشته خو دریمه ورځ زمونږددفتردسیکرترې

شګفتې واده دی ماویل چې ټول مشوره وکړوچې ډالۍ به ورته

 د څه څه آخلو؟ددغې خبرې په اوریدوسره عامرداسې شولکه چې د ژوند لویونه لویه هستي یې له لاسه ورکړې وي،ځان ورته داسې بریښیده لکه چې دخدای په خدایۍ کې یې هیڅ برخه نه وي په سترګویې تیاره راغله سر یې په دواړولاسونو ونیولو اویوشیبه خاموش پاتې شوڅنګ کې ورسره ناست کارکوونکي وخوځولوعامره چرته لاړې؟عامر ورپیده یوسوړاسویلۍ یې وکړاوپه ژړغوني غږیې ورته وویل رېس صیب فکرنکوم چې ددې خبرې تړون ټول درسره وکړي نوکه زمامنې دهرچاخوښه هغوته پریږده.ټولې کارډلې د عامرخبره تاېیدکړه او رېس صیب هم بې له څه ویلوورسره ومنله.د واده په دریمه ورځ شګفتې خپلې ټولې ډالۍ (تحفې)خلاصولې او نومونه یې پرې لوستل

چې دعامرډالۍ یې خلاصه کړه یوکاغذیې پکې وموندو چې

پکې لیکلي وو:-

”سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه!

دهرڅه دمخه درته دنوي ژوندمبارکي وایم اودلوی خدای څخه هیله لرم چې دا نوی سفربه په ډیرخونداوخوشالۍ سره سرته ورسوې اوماچې دکومو

 امیدونوشمعې بلې کړې وې اوبیاد  هغوشمعوپه رڼاکې د

نورو امیدونوشمال ته خلاصه سینه ګرځیدم خوزه دومره لیونۍ وم چې دا پته راته نه وه چې دهرموسم شمال هيڅکله یوشان نه وي ځکه هغه شمال چې زه ورته خلاصه سینه ګرځیدم اوخوندمې ترې اخیسته خدای هم هغه شمال کې داسې جذبه واچوله چې زما

 د زړوامیدونوشمعې خویې خود مړې کړې اوخپله یې

 هم په شا راونه کتل“

دخدای په آمان

یووړوکۍ ریپوټر

عامر

.اولاندې یې یوانځورورته کښلۍ ؤه چې بَورا ورته سرې سترګې په یوغوڅ شوي ښاخ باندې ناست ؤه او يو لاس دګلاب هغې تنکۍ غوټۍ ته چې د غوړیدوپه حال کې وه  د شوکولودپاره غزیدلی ؤه.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.