Parhr mukhlis 1

غزل/مخلص

09.10.2009 08:28

لا ماشومان د پوهیدلو نه دي

خوار یتیمان د خندیدلو نه دي

لامې ناسوردي پرهرونه دزړه

زما یاران د بیرته تللو نه دي

داسپینې اوښکې شوګیرې شوګیرې

شپې  د هجران د هیریدلو نه ډي

خزانه خدای دپاره  صبر وکړه

دا سره  ګلان د رژیدلو نه دي

اې دځوانی په جوش کې مست صیاده

دا شنه طوطیان خو د ویشتلو نه دي

مخلص په ژوبل زړه کې ډيرڅه لرم

بښنه غواړم د وېیلونه دي

يار دې 10.10.2009 16:39

مخلصه ياره هغه ځنې استادان رښتيا وايي چې شعر مه ليکئ؛ که يې ليکئ هم نو کم ليکئ ، ښه ليکئ ،،،

لا ماشومان د پوهیدلو نه دي
خوار یتیمان د خندیدلو نه دي

په ډېر زيات فکر او سوچ او څو څو ځلي لوستلو نه پس ايله يو تت غوندې ګونګ پيغام په کې لږ ،لږ تر سترګو کيږي؛ کنه نور خو پاس او لاندې يو له بل سره هېڅ اړخ او غاړه نه لګوي .
دا بيت يې هم همداسې درواخله .

لامې ناسوردي پرهرونه دزړه
زما یاران د بیرته تللو نه دي

دا ورپسې بيتونه يې ټول تکرار ، تکرار ، تکرار او کليشه کليشه کليشه .

داسپینې اوښکې شوګیرې شوګیرې
شپې د هجران د هیریدلو نه ډي

خزانه خدای دپاره صبر وکړه
دا سره ګلان د رژیدلو نه دي

اې دځوانی په جوش کې مست صیاده
دا شنه طوطیان خو د ویشتلو نه دي

پيره ! ته خپله ورباندې سرباري سوچ وکړه ،
نن سبا شاعري په ډېرو نازکو نازکو لارو روانه ده .
هغه حليم شملزي صيب ته مې هم ليکلي ول ، شعر او په تېره بيا غزل له پخواني فورم او چوکاټ نه راويستل غواړي ، زه لا تر دې هم وايم چې حمزه بابا ، قلندر مومند ، اجمل خټک ، کاروان صيب ، سالک او ........په پښتو شعر لويې لويې پېرزويېنې وکړې ، پېړۍ ، پېړۍ به پښتانه وياړ ورباندې کوي ؛خو ځوانان شاعران بايد له هغو زاويو نه هم رابهر شي ، نوې شاعري په يوه نوي رومانټيک ، جانانه او نازکو خيالونو روانه ده ، ځوانان بايد په شعر کې نوې نوې لارې ولري ، له زړو او تکراري خبرو نه ځان وساتي ، خپلې تجربې راسره په شعر کې شريکې کړي .
ياره چې تبصره مې خوابدی هم نه شې ، شعر دې ښه دی ، ستا نور ډېر خواږه شعرونه هم ما لوستي ؛خو دغو ځنو خبرو ته لږ پام کوه.
بهرحال دا زما شخصي نظر دی ، د امربالمعروف والا امر نه دی چې خامخا دې عملي شي، هيله ده ، غوښتنه ده او په مينه ده.
يار دې

صديق احمدځاځى 10.10.2009 07:35

اې دځوانی په جوش کې مست صیاده

دا شنه طوطیان خو د ویشتلو نه دي

ماشاء الله
خداى دي قلم تاند لره

وحیدالله 09.10.2009 19:04

افغانستان کې د لیدلو ندي
دا دښمنان د پریښودلو ندي
چاچې افغان ته هروخت سپک لیدلي
هغه هیڅ وخت د نازولو ندي

waheedullah@live.com

زبير غزنيوال 09.10.2009 18:08

مخلص صاحب ډير خوندور شعر دي ليکلي.خدى دي په عمر برکت کړه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.