Parhr mukhlis 1

غزل/مخلص

15.10.2009 12:18

 

چې نن دي داسې خواروزارپښتانه

خرڅیږي نن په هربازارپښتانه

جانانه دلته محبت نه کیږي

خیژَوي دوه مېین په دارپښتانه

دابدبختي که امتحان دې دخدی

دوخت په کاڼوشول سنګسارپښتانه

دغه دنیاپه پښتنوښکلې ده

مدام دې وي ګل وګلزارپښتانه

نه یې ګناه نه یې قصورمعلوم دی

هسې سوزیږي په انګارپښتانه

چې یې دتُورې شرنګ نړی کې خوردی

آننګیالي اوشملَدارپښتانه

لکه د وچوګلوورژیدل

بندشول په هره یوه لارپښتانه

هسې خطاشول په کچه لوظونو

شول درپه در په انتظارپښتانه

چې به وومست دزنده بادپه نرو

تلل سنګرونوته قطارپښتانه

دپښتونخواه یې آزادي ده علاج

که واړه دي په زړوبیمارپښتانه

دننګ خوشبویې له وجوده خیژي

پخپلووینودي سینګارپښتانه

لکه ویشتلي مرغی کړي ویرونه

مخلصه خدای دې کړي قرارپښتانه

 

ذاکر الله سادات 16.10.2009 15:53

ګرانه وروره ډير ښه غزل ؤ الله دي ژوندې لره اميد لرم چي داسې سنګين سنګين شعرونه په ائنده کې راوړی خاص او خاص د محبت په باره کې د الله په امان ژوند دي نيکمر غه

ياسر خوستى 15.10.2009 14:00

ډيره ښه ماشاءالله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.