Parhr mukhlis 1

پښتون یمه

25.12.2009 08:20

هرڅه په تخت نه هرڅه په بخت کوم

زه یې د پښتون قام  په ارزښت کوم

وایم  چې پښتون  یمه خوڅومره یم؟

نن په  ځان یو ښکلی ازمِيَښت  کوم

ما ته د نیکونونه را پاتې ده

ځم  په  زَړه لارنوی خوځښت کوم

داشاړې مېرې به ګلدرې کړي خدای

ګوره  لر و برد ګلو کښت  کوم

څوک وایي چې زوردوخت دوران

اوس به داهرڅه سره دوخت کوم

قام دپښتون ورځ په ورځ ځلاکوي

دازیرﺉ مخلصه په زرلښت کوم.

ګلالی طوطاخيل فرانسه 27.12.2009 00:45

ګران اومحترم وروراول مې نيکی هيلي اوسلامونه ومنه ډير په زړه پوری شعر دی تر ټولو زه دخويندو په نمايندګي لتاسی نه د زړه دکومې مننه کومه او همدارنګه په ويبلاګونو کې دقدر وړ ورو سقيم صاحب څخه هم چې په پوره زړه ورتيا دخويندو ليکنې خپل ويبلاګ کې پورته کوي خو ځنی وروڼه بيا داسی نه دي کله چې د ښځو ايميل پيدا کړي چټونه کوي بی معنا پوښتنې دټايم پاسولو دپاره که دادب په هکله وي بيا هم ښه ده مونږ خويندې دنړۍ هر ګوټ نه هفته کې يوځل او يا دوه ځل په نيټ کې انلاين کيږواو په يو چټ خونه کې نظريات يو دبل سره شريکوو زمونږ اکثره خويندې سر ټکونه کوي دا مې ځکه وليکو چې تاسو نه مننه وکړمه سره له دی چې سره نه پيزنو مګر هيله کوم هغه وروڼو نه چې خويندې تشويق کړي او دخويندو سره کمک وکړئ دا وطن پرمختګ ته ضرورت لري زمونږ خويندې ستاسو تشويق ته ضرورت لري کنه دا ډيو ۍ به مړې شي هغه څه چې نن وينئ دا به هم ورځ په ورځ ختميږي
هرڅه په تخت نه هرڅه په بخت کوم
زه یې د پښتون قام په ارزښت کوم
وایم چې پښتون یمه خوڅومره یم؟
نن په ځان یو ښکلی ازمِيَښت کوم
ډيرښکلی د معنی نه ډک په قلم دبرکت زه پرتاوياړمه الله دی تل خوشحال اوسر لوړلره

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.